افغانستانخبرونه

طالبانو په کابل کې د ارزو تلويزيون دفتر تړلی او ځينې کار کوونکي يې له وهلو وروسته بندیان کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف ریاست کار کوونکي په کابل کې د ارزو تلويزيون دفتر ته په زور داخل شوي، د هغوی ځینې وسايل يې ظبط کړي او کار کوونکي يې تر وهلو ټکولو وروسته له ځانه سره وړي دي.

ياد مرکز وايي، چې طالبانو د ارزو تلويزيون دفتر ته قلف هم وراچولی دی.

په کابل کې یوې باخبره سرچینې ویلي، چې پرون چهارشنبې د سهار ۹:۳۰ بجو په شاوخوا کې د استخباراتو او امر بالمعروف او نهې عن المنکر ادارو کارکوونکو په کابل کې د ارزو تلویزیون ر دفتر چې په کارته سه سیمه کې موقعیت لري، یرغل وکړ. نوموړي وویل: «د استخباراتو کارکوونکو د تلویزیون یو ساتونکی وواهه، له کارکوونکو سره یې ناوړه چلند وکړ، د هغوی موبایلونه یې ترې واخیستل ترڅو له دفتر څخه بهر ته اړیکه ونه نیسي او بیا یې د هر یوه‌ څخه د‌ کار په اړه پوښتنې وکړې.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه کړنه د ارزو تلویزیون او د کارکوونکو له قانوني حقوقو څخه د ښکاره سرغړونې په توګه غندي او د نیول شوي کسانو د ژر تر ژره او بې له کوم قید او شرطه خوشې کېدو او د یادې خصوصي رسنۍ بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.