د نورستان ولایتي چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې ولسي خلکو د یو روغتون جوړولو په موخه پنځه جریبه ځمکه په وړیا ډول ځانګړې کړې ده.
د نورستان لپاره د طالبانو والي زين العابدين عابد د سیمې د خلکو د دغه اقدام ستاینه کړې او دا يې د ولسونو لپاره ستره قرباني ياده کړې ده.
د هغه په خبره د یاد روغتون په جوړیدو سره به تر ډیره د ځایي خلکو روغتیایي ستونزې حل شي.
نوموړی زیاتوي وایې، په دغه ولایت کې به د روغتیایي ستونزو حل، د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپیریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بلخوا د نورستان اوسېدونکي وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او په روغتیايي، ښوونې او روزنې او اقتصادي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې، حکومتونو تل له پامه غورځولي دي.
د نورستان د اوسېدونکو تر څنګ، د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له نه لاسرسي څخه سر ټکوي او د حکومت پر نه پاملرنې نیوکې کوي.