افغانستانخبرونه

طالبانو په کاپیسا کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په درو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان عام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان یې د نامشروع اړیکو، بد اخلاقۍ، لواطت په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې یادو کسان له ۲۰ تر ۳۹ درو سزا ورکړل شوي او دغه راز هر یو یې له یوه تر دوو کلونو پورې په بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د سترې محکمې ویاند رسنیو ته ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د ښځو او نارینه وو په ګډون نېږدې ۹۰ کسان عام محضر کې په درو وهلي او دغه راز په بند یې محکوم کړي دي.

د بشري حقونو ډلو هم په وروستیو کې د طالبانو حکومت له لوري په افغانستان کې د سزاګانو ډاګیز پلې کول، په ځانګړې توګه مېرمنې په درو وهل خواشینوونکي بللي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي، طالبان له هغو ژمنو په شا کیږي چې واک ته له رسېدو وړاندې یې له نړیوالو ادارو سره په خبرو کې په ټینګار ویل چې بشري حقونو ته ژمن دي او درناوی یې کوي.