د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک وايي چې سبا د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه سبا ۱۶ ميليونه ډالر لېلاموي.
دغې ادارې نن د يوې اعلامیې په خپرولو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.