د طالبانو تر ولکې لاندې د پوهنې وزارت وایې چې، په غزني ولایت کې د یوې مرستندویه موسسې په همکارۍ د ۲۸۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۲ ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل کړي دي.
یاد وزارت په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې، له یادو ښوونځیو له جملې څخه یې د ۲۵ ښوونځیو د جوړېدو چارې ۸۵ سلنه او د ۱۷ نورو ښوونځيو بیا ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې چې نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.
د پوهنې وزارت زیاته کړې چې دغه راز د روان کال له پیل څخه د یاد ولایت خلکو د پوهنې له وزارت سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې، چې د پلان له مخې به د ښوونځیو د بیارغونې په موخه ترې ګټه واخیستل شي.
په همدې حال کې د غزني د پوهنې ریاست وايي، چې د دغه ولایت د مرکز سربېره په ولسوالیو کې هم ګڼشمېر ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي د شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د یادونې وړ ده چې غزني کې د تېرو لسیزو جګړو پرمهال نه یوازې ښوونځي، بلکې روغتیايي مرکزونه او د خلکو استوګنیز کورونه هم تخریب شوي دي.