په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي.
اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي چې سردار شکېب پرون د دغو دواړو پاکستاني چارواکو دفترونو ته ورغلی ورسره یې د ګډې ناستې سربېره جلا ناستې هم کړې دي.
سفارت وايي، په دې لیدنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسائلو، سیمه ایز اتصال، افغان کډوال، محصلین او اړوندو چارو خبرې وشوې.
صادق خان څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی وټاکل شو.