راپورونه وايي، روسیي ځواکونو د اوکراین په زاپوريژیا ښار کې د تازه بریدونو پرمهال ملکي وګړي او ملکي ځايونه په نښه کړي دي.
لومړني ارقام څرګندوي چې په تازه بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
د اوکراین د بېړنيو مرستو ادارې د دغه خبر د تایید ترڅنګ ويلي چې ژغورونکې ډلې سیمه کې په عملیاتو بوختې دي او ښايي ارقام لا لوړ شي.