افغانستانخبرونه

حافظ احمد حقاني د خلیل الرحمن حقاني ځایناستی وټاکل شو

راپورونه وايي، د طالبانو د ریاست الوزارء د سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له لوري د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې د هغه مشر زوی حافظ احمد حقاني د هغه ځایناستی ټاکلی دی.

که څه هم په تېر جمهوري نظام کې د دا ډول لوړپوړو چارواکو تر وژل کېدو وروسته د هغوی زامنو او کورنۍ ته امتيازات يوه میراثي پدیده ګرځېدلې وه؛ خو داسې ښکاري چې دې ناوړې پدیدې د طالبانو په حکومت کې دولتي ادارو ته هم پښې وغځولې.

تازه د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر له وژل کېدو وروسته د هغه زوی د نوموړي ځایناستی ټاکل شوی دی.

د حقاني کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، د طالبانو د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی و، د هغه زوی يې د کډوالو چارو وزارت سرپرست ټاکلی دی.

خو دا چې د طالبانو ټولې ټاکنې د دغې ډلې د مشر ملا هیبت الله له لورې کېږي جوته نه ده چې دا ټاکنه به د هغه له لورې منظور شوي وي او که به يې پرځای بل کس وټاکل شي.