افغانستانخبرونه

بامیانو کې ناپيژنده وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي

په بامیانو کې ځآیي سرچینې وایې، چې د دغه ولایت په کمهرد ولسوالۍ کې ناپیژنده وسله والو پلار او زوی په ډزو وژلي دي.

د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې دغه پېښه(شنبه،۲۴د لېندۍ)ماښام د کهمرد ولسوالۍ اړوند«روی‌سنګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره وسله والو په یاده سیمه کې پلار او زوی کور ته د ستنېدو پرمهال په ډزو وژلي دي.

په ورته مهال بامیانو کې طالب چارواکي هم یاده پېښه مني او په تور یې د یو کس د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

بامیانو کې د طالبانو تر واک لاندې د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، طالب سرتیرو د یادې پېښې په تړاو یو کس نیولی او له نیول شوي کس د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي.

خبرپاڼه کې د یادې پېښې لامل شخصي دښمني بلل شوې ده.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې زیاتې شوي چې، طالب چارواکي یې لامل تر ډیره شخصي دښمنۍ بولي.