پاکستاني رسینو خبر ورکړی چې په دغه هیواد کې ناپيژنده وسله والو د پاکستان د ملي ګوند پر ځايي مشر عبدالغفار بلوچ برید کړی او هغه یې په ډزو وژلی دی.
د رسینو د مالوماتو له مخې نوموړی د پنجګور اړوند«چاتکان» سیمه کې کورته د ستنېدو پرمهال د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژلی یې دی.
ځایي امنیتي چارواکو هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یې دي چې، بریدګر د عبدالغفار بلوچ له وژل کېدو وروسته د موټر سایکل په وسېله له سیمې تښتېدلي خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د نوموړي د وژنې مسوولیت نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې دغه هیواد کې امنیتي پېښې زیاتې شوي او یوازې د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې دغه هېواد کې د بریدونو له امله ۵۷۳ پاکستاني سرتېرو په ګډون ۹۲۴ کسان وژل شوي او ۲۱۲۱ نور ټپیان شوي دي.