افغانستانخبرونه

سوریه کې د بشار الاسد د رژيم له ړنګېدو وروسته شرابخانې بیا فعالې شوې

راپورونه وايي چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم له ړنګېدو او واک ته د اسلامپالې تحریر الشام ډلې له رسېدو وروسته تازه په دمشق کې شرابخانې بیا فعالې شوې دي.

د رپوټونو تر مخه دستي ځينو شرابخانو په محتاطانه ډول فعالیت پيل کړی او ويل کېږي چې نورو شرابخانو او د شپې د نڅا کلبونو هم د بیا فعالیت لپاره چمتوالی پيل کړی دی.

په ټولنيزو شبکو کې هغه ویډيوګانې لاس په لاس کې کېږي چې پر دمشق د اسلامپالې ډلې له واکمنۍ وروسته يو ځل بیا د شرابخانې او د نڅا کلپونه د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د تحریر الشام ډلې د يو وياند له قوله هم دا خبره تاييد کړې چې شرابخانې بېرته فعالې شوي دي.