افغانستانخبرونه

متقي د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزیر سره پر ګډه پوله کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنيو چارو له وزیر رشید مرادوف سره په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې د ټاپي نلیکې د رغونې له چارو لیدنه کړېده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وايي، چې دواړو چارواکو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې، نوري فایبر، رېل پټلۍ او ځينو نورو ګډو پروژو له چارو هم لیدنه ترسره کړېده.

دغه راز دواړو چارواکو ترمنځ د ټرانسپورټ او ويزو په چارو کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر سر هم خبرې شوي دي او ډاډ څرګند شوی چې افغان سوداګرو ته به د سوداګرۍ او تګ راتګ برخه کې اسانتياې رامنځته کوي.