افغانستانخبرونه

طالبانو په کندز او سمنګان ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې په کندز او سمنګان ولایتونو کې یې شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د سمنګان په خرم او سارباغ ولسوالیو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو پر بنسټ د دغو کسانو له ډلې یې یو په دوه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شوی، دغه راز دویم هغه یې په نهو میاشتو بند او ۳۹ دُرو محکوم او درېیم کس یوازې ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې یې هم درې کسان د«لواطت»په تور عام محضر کې مجازات کړي دي.

د خبرپاڼه کې راغلي چې لومړی تورن یې په اوه کاله بند محکوم او ۳۹ دُرې یې وهلی، دویم یې پنځه کاله تنفیذي بند او ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوي او دریم په څلور کاله بند محکوم او ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري عام محضر کې د مختلفو جرمونو په تور دا ډول سزاوې زیاتې شوي دي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د سترې محکمې ویاند ویلي و، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې نېږدې سل کسان د مختلفو جرمونو په تور مجازات کړي دي.