رابورونه وايي، د امریکا په ویسکانسین ایالت کې د ښوونځي یوې ۱۵ کلنې زده کوونکې پر خپل ښوونکي او ټولګيوالو ډزې کړې دي.
ځایي پوليسو رسنيو ته ويلي چې په دغه برید کې يو ښوونکی، او يو زده کوونکی وژل شوي او شپږ نور زده کوونکي ټپيان دي.
پېښه نن سهار د اباندنت لایف په نوم د مسیحیانو په يو خصوصي ښوونځي کې رامنځته شوې ده، په دغه ښوونځي کې لږ تر لږه ۴۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي.
د ځايي پوليسو قوماندان شون بارینز په يو خبري کنفرانس کې وويل چې دوه کسان وژل شوي او د دوو زده کوونکو روغتيايي حالت نازک دی.