خبرونهنړۍ

په قطر کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او بنديانو د تبادلې جدي خبرې اترې

د حماس ډلې پرون سه شنبه اعلان وکړ چې په قطر کې د اوربند او بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې جدي او مثبتې وې. 

حماس په یوه بیان کې ویلي « دوحه کې جدي‌ او مثبت بحثونه د قطري او مصري وروڼو تر څارنې لاندې روان دي‌ او د اوربند او بندیانو تبادلې تړون ممکن دی خو په دې شرط چې اشغالګر نوي شرایط رامخ ته نکړي.»

دغه خبرې اترې وروسته له هغه پېل شوې چې د اسرائیلو د موساد استخباراتي شبکې مشر ډیویډ بارنیه تېره اونۍ دوحې ته په سفر ولاړ. 

قطر د امریکا او مصر په ملګرتیا د حماس او اسرائیلو ترمنځ د روغې جوړې خبرې پیل کړي خو تر دامهاله یې لویه لاسته راوړنه د تېر کال د یوې اونۍ اوربند وو چې د څو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې د څو برمته اسرئیلي وګړو خوشې کول و خو لا هم د اوربند په اړه د دواړو غاړو په راضي کولو نه دي توانیدلي. 

د اسرائیلو د دفا وزیر تېره دوشنبه ویلي وو چې د دوی مرکچیان د ۲۰۲۳ نومبر تر یوې اونۍ اوربند وروسته بیا دومره روغې ته نه وو نږدي شوي. په دوحه کې د حماس یو لوړپوړي چارواکي هم اعلان کړی چې تړون ته تر بل هر وخت نږدې شوي خو خبرداری یې ورکړی چې ( د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو ممکن دغه تړون ګډوډ کړي)