د خیبرپښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یوه موټر د بم په چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
د معلوماتو له مخې د پولیسو موټر په سیمه کې د پولیو د کارکوونکو یو ټیم بدرګه کاوه چې برید پرې شوی دی.
د برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی اخیستی، خو په خیبرپښتونخوا کې د ورته بریدونو مسوولیت زیاتره داعش ډله یا پاکستاني طالبان اخلي.