افغانستانخبرونه

عباس ستانکزي پر رسنيو د طالبانو له خوا پر لګول شويو محدوديتونو نيوکې کړي

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي پر رسنيو د طالب مشر ملا هبت الله وروستيو محدوديتونو او بنديزونو ته په اشارې ويلي، دغه بنديزونه بايد لرې شي او زياتوي؛ له بهرنيو رسنيو سره د مبارزې لپاره دې په کور دننه رسنيو ته بشپړه ازادي ورکړل شي.

شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي په افغانستان کې رسنۍ له محدودیتونو او ننګونو سره مخ دي او هېڅ رسنۍ او د نظر خاوندان په ازاده توګه خپل نظر او خپرونې نه شي کولای.

نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، هغه مهال به د حکومت او ولس تر منځ واټن له منځه ولاړ شي چې حکومت رسنیو ته اجازه ورکړي چې په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

پر رسنيو او د نظر پر خاوندانو د محدوديتونو په لړ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په وروستيو کې د رسنيو له کارکوونکو او خبريالانو سربېره حتا د دوی د تبليغاتي دستګاه فعال غړي او پلويان هم نيول شوي او شکنجه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتريش هم ۲۰۲۴ کال د خبريالانو او رسنيو لپاره په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.