خبرونهنړۍ

سوریه کې د کردانو او ترکیه پلوه جنګیالو نښتې؛ ۲۱ کسان وژل شي دي

راپورونه وايي، د سوریې په منبج ښار کې د ترکیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو او د کرد جنګیاليو ترمنځ نښته شوې چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې ۲۱ جنګیالي په کې وژل شوي دي.

دا جګړې په داسې حال کې رامنځته شوي چې د ترکیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو او د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد جنګیاليو ترمنځ د امریکا په هلو ځلو د روانې اوونۍ تر پایه اوربند هم شوی و.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ترکیې تر ملاتړ لاندې ځواکونو د منبج ښار په ۲۵ کیلومټرۍ کې د هوايي ځواک په ملتیا برید ترسره کړی دی.

په دغه نښته کې چې له درنو او نیمه درنو وسلو ګټه اخېستل شوې د ترکیې ملاتړي ۲۱ وسله وال وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

دغه راز ويل کېږي چې په دغه نښته کې د کرد جنګیاليو (د منبج نظامي شورا یا د سوریې دیموکراتیک ځواک) وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېرې يې نه دي په ډاګه شوي.