کابل ټيليګراف (د مرغومي لومړۍ – ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د پنجاب په ملتان کې، د دویم واده اجازې نه ورکولو له امله خاوند خپله پروفیسره میرمن د یو نیم میلیون پاکستانۍ کلدارو په زور وژلې ده.
پولیس وایي، کله چې یاد خاوند ته یې میرمنې پروفیسرې فیروزه جمیل د دویم واده اجازه ورنکړه، خاوند یې د پیسو په زور د هغې د وژنې پلان جوړ کړ، خو د نیول کېدو له ویرې یې یادې قضیې ته د غلا رنګ ورکړ.
دوی زیاتوي، اوه ورځې وړاندې کله چې خاوند، میرمن او ماشوم یې له کور څخه را وتل، نو وسله والو یې موټر ودراوه او پروفیسره فیروزه جمیل یې ووژله.
پولیسو د یادې قضیې په تړاو یاد خاوند له څلورو کرایي قاتلینو سره یو ځای نیولي.
د وژل شوې میرمن خاوند اعتراف کړی، چې قاتلینو سره یې د میرمنې د وژنې په موخه یو نیم میلیون پاکستانۍ کلدارې خبره کړې وه، چې له هغې څخه یې یواځې دوه سوه زره مخکې ورکړې وې.