خبرونهسیمهنړۍ

د خیبر پښتونخوا والي: تر مازیګر وروسته د پښتونخوا په جنوبي ولسواليو کې وسله وال حاکم وي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان د خیبر پښتونخوا والي (ګورنر) فیصل کریم کنډي وايي چې د دغه ایالت په جنوبي ولسواليو په اکثریت سيمو کې تر مازیګر وروسته د حکومت پر ځای وسله والې ډلې ګرځي.

نوموړي برون په يو خبري کنفرانس کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په صوبايي حکومت باندې د امنيت د ټنګښت برخه کې په پاتې راتلو نیوکې کړې دي. اوسمهال په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حاکم دی.

د کونډي په وینا، د ډېره اسماعیل خان، کوهاټ او بنو خلک او په ځانګړي توګه امنيتي او حکومتي چارواکي له مازیګر وروسته ل کوره نه شي وتلی ځکه سیمې ټولې د وسله والو په ولکه کې وي.