خبرونهنړۍ

د پاکستان حکومت د عمران خان له ګوند سره په لومړي ځل خبرې پیلوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وایي، د دغه هېواد د قومي اسبملي په غوښتنه یې د تحریک انصاف ګوند سره د خبرو اترو په موخه یوه کمیټه جوړه کړې.

د نوموړي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه کمیټه کې د شهباز شریف مرستیال اسحاق ډار، د هغه سلاکار رانا ثنا الله، سناتور عرفان الله صدیقي، د قومي اسمبلۍ غړي راجا پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صدیقي، علیم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد شامل دي.

د یادونې وړده، نږدې ۲ کاله کیږي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په بند خونه کې بندي دی.

د هغه د خلاصون په موخه بېلا بېلو وختونو کې لاریونونه ترسره شول، چې له امله یې د پاکستان حکومت ته پراخه مالي زیانونه هم اوښتي وو.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې په لومړي ځل یاد اقدام ترسره کوي، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ به ډیر ژر خپله دنده پیل کړي، چې د عمران خان له نږدې ملګرو څخه بلل کیږي.