افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د هند قونسلګرۍ په محلي کارمند ډزې شوي، یو تن مړ دی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې نن د هندوستان قونسلګرۍ پر افغان کارمند ودود شیرزاد باندې ډزې شوي، خو هغه ته کوم زیان ندی اوښتی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښه کې د هغه یو ساتوونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تر اوسه د دې پېښې په اړه طالبانو او یا خپله د هند قونسلګرۍ څه ندي ویلي.

د سرچینو په وینا د جلال اباد ښار له بېز اکمالاتي سره نږدې د هند کونسلګرۍ پر یو موټر ډزې شوي چې پکې له ناستو کسانو یو وژل شوی او بل ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سره کتلي او د دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ په اړه یې خبرې اترې کړې دي.