خبرونهنړۍ

پنجاب کې په ښځو جنسي تیري کوونکی جعلي پیر نیول شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د پاکستان د پنجاب ایالات په بهکرسیمه کې یو جعلي پیر چې په نجونو او میرمنو به یې جنسي تیری کاوه او ورڅخه به یې ویډیو ګانې ثبتولې، د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

پولیس وایي، یاد پیر یې د شیرګړ په نوم سیمه کې په میرمنو د جنسي تیرې له ګڼ شمېر ویډیوګانو سره یو ځای نیولی دی.