
( کابل ټيليګراف (کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا متحده ایالاتونو په پنسلوانیا ایالت کې تېره ماښام یوې کوچنۍ الوتکې سقوط کړی، چې له امله یې د سر او مالي زیان اوښتی.
سي این این رسنۍ ویلي، دغه الوتکه د مانهایم ټاون شیپ د بوډاګانو د ساتنې نږدې سیمه ته سقوط کړی، چې له امله یې په الوتکه کې ناست ۵ تنه سپرلۍ ټول ټپیان شوي، دغه راز په سیمه کې ۱۲ درول شوې موټرې هم زیانمنې شوي دي.
تر اوسه د دغه الوتکې د سقوط کېدو لامل ندی روښانه شوی، خو په دې وروستیو کې امریکا کې د الوتکو غورځیدو دا څلورمه پېښه ده.