کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
طالبانو له نړیوالو ادارو غوښتي، چې په کندهار کې فعالیت بند کړي
د کندهار ولایت سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي: چې طالبانو په دغه ولایت کې له نړیوالو ادارو غوښتي چې خپل فعالیتونه بند کړي او روانې پروژې غیر دولتي داخلي ادارو ته وسپاري.
د سرچینو د راپور له مخې؛ د کندهار لپاره د طالبانو والي شیرین اخوند، په یو لیک کې نړیوالو موسسو ته امر کړی چې خپل فعالیتونه بند کړي.
دغه لیک د کندهار د والي او په کندها رکې د طالبانو د اقتصاد ریاست له لوري استول شوی دی.
د نړیوالو ادارو د فعالیت د بندیدو فیصله هغه وخت وشوه چې په کندهار کې د طالبانو مشر او د کابینې غړو په دې اړه څو غونډې وکړې.
طالبان ټینګار کوي چې نړیوالې موسسې باید د ۲۰۲۵ کال لپاره خپلې پروژې داخلي موسسو ته وسپاري.
راپورونه وایي چې د طالبانو مشر نړیوالې ادارې په جاسوسۍ تورنې کړي او غواړي د هیواد په ټولو ولایتونو کې د هغوي فعالیت بند کړی.
تراوسه نړیوالو ادارو په دې اړه څه نه دي ویلې.