د بشري حقونو نړیوالې ادارې وايي چې سږکال په سعودي عربستان کې ۳۳۰ کسان په دار ځړول شوي چې له دې ډلې ۲۱ هغه پاکستاني وګړي دي.
په دغو کسانو کې د نشه يي توکو د قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نيول شوي کسان شامل دي.
رويټرز خبري اژانس په يو راپور کې د بشري حقونو د سازمانونو له قوله لیکلي چې سږکال د نورو کلونو په پرتله په سعودي عربستان کې د اعدام پېښې زیاتې شوې دي.
ددغه رپورټ د شمیرو له مخې ټولټال سږکال (۲۰۲۴م) کې ۳۳۰ کسان په دار ځړول شوي چې دغو کسانو کې درې افغان ،21 پاکستانیان ،20 یمنيان ،14د سوریې ،10 د نایجریا، 9 دمصر، 8 د اردن ،7 د ایتوپیا، د 3 سعودي ،3 د هند او یو- یو د سریلانکا، اریټریا او فیلیپاین وګړي شامل دي.
.