کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) چارواکي وایي، د بغلان ولایت په درې ولسوالیو کې له کډوالس را ستنو شویو کورنیو ته د ۱۴۷ کورونو جوړولو چارې بشپړي کړي.
د دغه ولایت د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئیس محمد ابراهیم عمري ویلي: دغه کورونه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړ کړي.
هغه زیاته کړه، دغه کورونه یې په مرکزي بغلان، پلخمري او دهنه غوري ولسوالیو کې جوړ کړي، چې په هر کور ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی.
نوموړی وایي، هر جوړ شوی کور دوه خونې، یو دهلیز، یو تشناب او نور ضروري ملحقات لري.