کابل ټيليګراف (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
هندوستان تائید کړه، چې د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د دوی د قونسلګرۍ یو ځای کارکوونکی باندې برید شوی او هغه ټپي شوی.
هندۍ رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي: په جلال اباد ښار کې د هند په تړل شوې قونسلګرۍ کې د دوی یو ځای کارکوونکی ټپي شوی دی.
دغه سرچینې ویلي: چې د پېښې په اړه له طالبانو سره په اړیکه کې دي، ترڅو د قضیې اړوند را پور تر لاسه کړي.
تیره ورځ جلال اباد ښار کې د هند قونسلګرۍ په کارمند عبدالودود شیرزاد ناڅرګندو کسانو برید وکړ، هغه یو ساتونکی یې ټپيان، خو یو بل ساتوونکی یې وژل شوی وو.