افغانستانخبرونه

شاه و عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه بند د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ویلي، چې یاد بند به کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

 د نوموړي په خبره دغه بند چې د څه ‌باندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوی، ۷۸ متره لوړوالی لري چې ۹.۴ میلیونه متر مکعبه اوبه زېرمه کولی شي او ۲۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي، ۱.۲ مېګاواټه برېښنا توليدوي او د ۲۷۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

یاد بند داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي، چې اوسمهال افغانستان د خپلې اړتیا وړ برښنا برابرولو لپاره بهرنیو هېوادونو پورې تړلی او څه باندې ۷۰سلنه د اړتیا وړ برښنا له تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه راواردوي.