کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر احمد عاطف ویلي: د سوریې په قضیه کې د الجزایر دریځ د ځمکنۍ بشپړتیا او د سوریې د ټولو خلکو په ګډون سره د هراړخیز حل پر بنسټ ولاړ دی.
تر دې وړاندې د ایران او عمان بهرنیو چارو وزار ت هم په سوریه کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدو ټینګار کړی وو.
خو د سوریې د تحریرالشام واکمنې ډلې مشر بیا د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي، چې د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنو څخه ډډه وکړي.