کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۴ ماشومان د درملنې په موخه د هېواد دننه ۷ بېلابېلو روغتونونو ته ور پېژندلي دي.
خبرپاڼې د یادې ادارې د مسوولانو له قوله ویلي، چې د سوري زړه په رنځ اخته ماشومانو د درملنې هر ډول لګښت به دوی ورکوي.
له دې سربېره د افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېر یوه کال کې ۷ میلیونه کسانو ته بشري مرستې او صحي خدمات وړاندې کړي دي.