ټیکنالوژي

اتلس ایرانۍ میرمنې د نړۍ تر ټولو مشهورو ساینسپوهانو په ډله کې شاملې شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د ایران د صنعتي شریف او ابو علي سینا پوهنتون استاد حجت الاسلام و المسلمین مصطفی رستمي وایي، د وروستیو احصایو له مخې ۱۸ ایرانۍ ښځینه ساینس پوهانې په نړۍ کې تر ټولو مشهورې ښځینه ساینس پوهانې دي چې په اسلام او د ایران د اسلامي جمهوریت د ښځو د پرمختګ نښه ګڼل کیږي.

هغه زیاته کړه: په ایران کې د یوې ښځې نمونه د انسان پالنه او کورنۍ ته پاملرنه ده او دا د اسلام لخوا وړاندې شوې نمونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران په ګاونډ افغانستان کې د سرپرست حکومت له لورې د ښځو پر هر ډول فعالیت بندیز لګول شوی دی.