افغانستانخبرونه

روسیې او اوکراین یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله وکړه

( کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز )

روسیې او اوکراین د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب د ۱۵۰، یو سلو پنځوس بندیانو تبادله وکړه.

پارس ټوډی  ـ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، له روسیې سره یې یو ځل بیا د جنګي بندیانو تبادله ترسره کړې.

هغه زیاته کړه، د دغه تبادلې په ترڅ کې ۱۵۰ روسیي او په همدغه شمېر کې اوکرایني بندیان له دواړو لورو ازاد او خپلو هېوادونو ته ستانه شول.

د نوموړي په وینا په اوکرایني بندیانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له تېرو دوو کالونو راهیسې له روسیې سره بندیان وو.

د یادونې وړده، چې د بندیانو دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځکړیتوب شوې، چې روسیې بندیان دا مهال په بېلا روس کې تر درملنې لاندې دي.