کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان په کراچۍ د کراچۍ په کلفټن سیمه کې یو ترافیک پولیس د نشې په حالات کې د موټر چلولو پر مهال یو کس په موټر وهلی او وژلی دی.
د سیمې خلکو ویلي، د شاهد انګور په نوم یو ترافیک پولیس په نشه کې و، چې د موټر د ګړندي تګ پر مهال یې د ایوب صدیق په نوم یو کس په موټر ووهه،چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
دا څووم ځل دی چې د پاکستان پوليس او پوځيان د نشې په حالت کې د خلکو پر وژنه اقدام کوي.