افغانستانخبرونه

هلمند کې طالبانو د لسو میاشتو پرمهال د جنایي جرمونو په تور ۸۰ کسان نیولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په هلمند کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې په تېرو لسو میاشتو کې ۸۰ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند عزت الله حقاني وایې، له یادو کسانو سره ۵۷ میله وسلې او تجهيزات هم نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دا کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو غلا، قتل او نورو غیرقانوني کړنو په تور نیول شوي.

د حقاني په وینا چې د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضایي ارګانونو ته د مجازاتو لپاره سپارل شوې دي.

طالب چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او وسله والې غلاوې زیاتې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.