افغانستانخبرونه

پاکستاني پولیسو تازه په تازه تر ۲۵۰ پورې افغانان نیولي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۵مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د پاکستان اسلام اباد او بېلا بېلو ښارونو کې افغان کډوال وایي، د تیرې ورځې راهیسې پولیسو د کورونو پلټنه او د دوی د نیولو لړۍ پیل کړې او تر اوسه لسګونه افغانان کډوال نیول شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، شاوخوا ۷۰ افغان کډوال تر نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول شوي دي.

دوی زیاته کړې، پاکستاني پولیسو یوازې د جمعې په ورځ له B17 ساحې څخه  تر دوه نیم سوو پورې افغان کډوالو موټرو ته واچول او د پولیسو حوزو ته یې یوړول.

یوه افغان کډوال ویلي، د افغانانو د نیولو او کور پر کور تلاشۍ لړۍ له تېرې سې شنبې پیل شوې او دا مهال تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال د حاجي کمپ په نوم په یوه کمپ کې ساتل کېږي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د دغو نیونو او تالاشیو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا افغان کډوالو ته ټاکل شوی وخت د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېد.

د دغه مهلت له مخې هغه افغان کډوال چې د NOC په نوم اسناد ونه لري، باید له اسلام اباده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په پای کې اعلان وکړ، چې د دسمبر له ۳۱ مې نېټې وروسته له NOC سند پرته هېڅ افغان په اسلام اباد کې ژوند نه شي کولای.

خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، ډېری هغه افغانان چې ویزې یې پای ته رسېدلي او د «شارپ ټوکنونه» لري، نه شي کولای د NOC سند ترلاسه کړي.