افغانستانخبرونه

د زیاتې واورې ورېدنې له کبله د کونړ-نورستان لویه لار بنده شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په نورستان کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې د زیاتې واورې ورېدنې له امله د کونړ-نورستان لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې یاده لویه لاره د مرکز پارون او «واما» ولسوالۍ په اوږدو کې له یو متر زیاتې واورې ورېدنې له کبله په بشپړ ډول بنده شوې ده.

ځایي خلک هم د یادې لارې تړل کېدو له کبله له ستونزو سره مخ دي او د طالبانو له مسوولو ادارو یې غوښتنه کړې، چې د بېرته پرانېستلو لپاره یې اقدمات وکړي.

بلخوا په نورستان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیع‌الحق بیان هم مني چې د کونړ-نورستان لویه لار د واورو له امله تړل شوې، خو په وینا یې اړوندې ادارو هڅې پیل کړي چې یاده لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د هیواد په نورو سیمو کې هم د واورې ورېدنې او باران له کبله لویې لارې تړل شوي چې عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.