افغانستانخبرونه

د امیرخان خان متقي په مشرۍ یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته ولاړ

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ د دغه ډلې یو پلاوی په رسمي سفر متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وایي، دغه پلاوی به د یاد سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو پراختیا او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې وکړي.

نوموړي نده روښانه کړې، چې په دغه سفر کې له امیرخان متقي سره څوک ملګري دي.