کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۸مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان پوځ وایي، د خیبرپښتونخوا په متني سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۱۹ وسله وال مخالفین وژلي او دغه راز د دوی درې سرتیري هم وژل شوي دي.
د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د پېښور په متني او کرک سیمو کې یې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس ترسهر کړي.
د پاکستان پوځ د خپلو وژل شویو سرتيرو نومونه عباس علي، نایک محمد نذیر او محمد عثمان ښودلي.
تر اوسه کومې وسله والې ډالې د پاکستان د پوخ د یادې ادعا په اړه څه ندي ویلي.