
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو چاودنه شوې چې ۱۱ کسان په کې ټپیان شوي دي.
راپورونه وتيي چې چاودنه پرون د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په ګڼ مېشته سیمه سرینګر کې رامنځته شوې ده.
یو ځاي امنيتي مسوول رسنیو ته ویلي دا د یو لاسي بم چاودنه وه چې یوولس کسان په کې ټپیان شوي خو د دغو ټپیانو د هویت په اړه یې څه نه دي ويلي.