
کابل ټیلیګراف – ۱۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له راتلو خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (سهشنبه، د زمري ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې نن په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، کابل، میدانوردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سخت ورښت، برېښنا او تالندې او ناڅاپي سېلابونو راتلو احتمال شتون لري.
سرچینې لیکلي چې د باران کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.
سرچینې دغهراز لیکلي چې په سوېلختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.