افغانستانخبرونه

بلخ کې د۵۰ میلیونه ډالرو په پانګې د تیلو چاڼ خونه جوړه شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په بلخ ولایت کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګې د افغان یاسیني ایل په نوم د تیلو چاڼ خونه جوړه شوې.

د خصوصي سکتور له لورې دغه چاڼ خونه ۵۰ زره متره مربع ځمکه کې جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶ سوه ټنو خامو تیلو د پروسس ظرفیت لري.

د دغه چاڼ خونې د پرانیستې په مراسمو کې ګڼ شمېر پانګوالو او طالب مشرانو ګډون کړی وو.