افغانستانخبرونه

د طالبانو حکومت له روسې سره د مایع ګاز د ټرانزېټ پر هوکړې خبرې کوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

 روسي چارواکي وایې د طالبانو حکومت غواړي له روسي لوري سره له خپلې خاورې د ۵۰ میليونه متر مکعب طبيعي مايع ګازو د ټرانزېټ په برخه کې تړون لاسليک کړي.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبلین ويلي، چې افغانستان غواړي د ۲۰۲۵زیږدیزکال لپاره د کازان په راتلونکې غونډه کې له روسيې سره هغه تړون لاسليک کړي، چې له مخې به يې جنوب ختيځې اسيا ته د افغانستان له خاورې ۵۰ میلیونه متر مکعب طبيعي ګاز ولېږدول شي.

د هغه په وینا د روسې ګاز د انتقال دغه پروسه به د ځمکې له لارې د ګازو د ټانکرو په وسیله ترسره شي