افغانستان

شپږو ولایتونو کې د تاریخي اثارو د ساتنې پر پروژو کار روان دی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایې چې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د لرغونو سیمو د ساتنې په موخه پر ۱۳ پروژو کار روان دی.

 د دغه وزارت لپاره طالب ویاند حبیب الله غفران ویلي، چې دغه پروژې روان کال په هرات، کندهار، بامیان، غور، غزني او کابل کې پیل شوي چې همدې کال کې به یې چارې هم پایته و رسیږي.

 د تاریخي ودانیو بیارغونه د ودانیزو برخو یوه ارزښت لرونکې څانګه ده چې، د تاریخي ودانیو د تل پاتې کېدو لامل کیږي.

د فرهنګي فعالانو په وینا، لرغوني او فرهنګي اثار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ ښکارندويي کوي چې اوس پر کنډوالو بدل شوي دي.