کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په سمنګانو ولایت کې روغیتایي مسوولان وایې، چې په دغه ولایت کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ ۸ غړي مسموم شوي دي.
د دغه ولایت د روغتون امر، سید عثمان حمیدي ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ د سمنګان ولایت په تخت رستم سیمه کې شوې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره په یاده پېښه کې د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي، د ډبرو سکرو د ګاز نیونې له امله مسموم شوي دي.
د هغه په وینا ناروغان اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي چې د څلور تنو روغتایي وضعیت ډاکترانو نازک ښودلی دی.
د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ژمي پرمهال د ځان تودو ساتلو لپاره ډېری خلک له ګاز او د ډبرو له سکرو څخه کار اخلي چې د کورنیو د ناپامۍ او ناغېړو له امله ګڼشمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.