افغانستانخبرونه

کابل کې د سعو‌دي سفیر له امیر خان متقي سره کتلي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په تړاو خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له سعودي عربستانه غوښتي چې، افغانانو ته د حج او عمرې سهمیه زیاته کړي او په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري وکړي.

د سعودي سفیر ډاډ ورکړی چې، په کابل کې د سفارت د فعالیت بېرته پيلېدو موخه، په دغه هېواد کې له ټولو شته ظرفیتونو استفاده ده.