افغانستانخبرونه

اوچا: افغانستان کې د روغتیایي مرستو لپاره ۲۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

 کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي چې په افغانستان کې د روغتیایی مرستو د برابرولو لپاره دوه سوه نهه اویا اعشاریه اووه ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا نن په ایکس کې لیکلي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې، اټکل کیږي چې په افغانستان کې به څوارلس میلیونه او درې لکه خلک روغتیايي خدماتو ته اړتیا ولري.

د دغه ادارې په وینا، تمه کیږي چې نهه اعشاریه درې میلیونه کسانو سره مرسته وشي.

اوچا زیاته کړه چې روغتیایی مرستو ته اړتیا لرونکو کسانو څخه دري پنځوس سلنه یې ښځې دي، او پاتې نور یې ماشومان او معلولیت لرونکي کسان دي.

د اوچا په وینا، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې به په افغانستان کې دوه ویشت اعشاریه نهه میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري، او د مرستې چمتو کولو لپاره دوه اعشاریه څلور ویشت ملیارد ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

تېر کال، اوچا د افغانانو سره د مرستې لپاره د درې ملیارد ډالرو بودیجې غوښتنه وکړه. خو د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې، د دې بودیجې شاوخوا څلویښت سلنه چمتو شوې وه.