کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۵مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای د پوځي عملیاتو په ترڅ کې اووه ویشت تنه وژلي دي.
دا عملیات د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د کاچي په سیمه کې ترسره شوي.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وو.
که څه هم پاکستان د وژل شویو کسانو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو د پاکستان د طالبانو تحریک او بلوچ بیلتون غوښتونکو په څیر ډلې په دې ولایت کې پراخ حضور لري.
پرون، د پښتونخوا سیمه ییزو چارواکو سره په یوه غونډه کې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ د حکومت ضد وسله والو ډلو پوځي وړتیاوې کمزورې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.