کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې تېره شپه یې د کابل په نوي ښار سیمه کې چاودنه دوی کړې چې له کبله یې دوه طالبان وژل شوي دي.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې چاودنه یې ماښام مهال یې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند په نوي ښار سیمه کې د طالبانو نظامي څارنوالۍ دروازه کې کړې ده.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې چاودنه کې یو طالب قوماندان او د هغه یو ساتونکی وژل شوی او څو نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په نښه شويو طالبانو د پخوانیو پوځيانو په نیولو او ربړولو کې لاس درلود.
طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.