کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د پاکستان د پوځ مشر وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د تحریک شتون د دوو ګاونډیو هیوادونو تر مینځ د اختلاف یوازینی ټکی دی.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وایي چې د کابل او اسلام اباد تر مینځ یوازې یو اختلاف موجود دی، چې هغه په افغانستان کې د طالبانو تحریک شتون دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو اساسي ټکی دی.
د ده په وینا ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان په خلاف فعالیت کوي.
دا خبرې په داسې حال کې دي چې طالبان وایي په افغانستان کې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د ګاونډیانو په خلاف اقدام وکړي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر مینځ کړکیچ زیات شوی دی.
پاکستان همېشه طالبان تورنوي چې د ټي ټي پي په خلاف اقدام نه کوي او کابل باید دغه ډلو ته د اسلام اباد په خلاف د فعالیت اجازه ورنه کړي.